کوئټه ۔ 28 جنوري (اے پي پي)د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي په سپارښتنه بلوچستان كښې په تھیلیسیمیا او ہیموفیلیا غوندې ناوړه رنځونو د اخته كوچنيانو علاج لپاره د سندس فاؤنډیشن په مرسته د مرکزونو جوړولو پرېكړه شوې ده ۔ په دې لړ كښې د صحت سیکرټري مجیب الرحمن پانیزئۍ لاهور كښې د سندس فاؤنډیشن دورہ وكړه ٬ د دورې په مهال د صحت سیکرټري د سندس فاؤنډیشن د بېلو …
د بلوچستان وزیراعلیٰ په سپارښتنه په تھیلیسیمیا او هیموفیلیا د اخته كوچنيانو لپاره د علاج مركزونو جوړولو پرېكړه
کوئټه ۔ 28 جنوري (اے پي پي)د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي په سپارښتنه بلوچستان كښې په تھیلیسیمیا او ہیموفیلیا غوندې ناوړه رنځونو د اخته كوچنيانو علاج لپاره د سندس فاؤنډیشن په مرسته د مرکزونو جوړولو پرېكړه شوې ده ۔ په دې لړ كښې د صحت سیکرټري مجیب الرحمن پانیزئۍ لاهور كښې د سندس فاؤنډیشن دورہ وكړه ٬ د دورې په مهال د صحت سیکرټري د سندس فاؤنډیشن د بېلو برخو څارنه وكړه او د تھلیسیمیا او هیموفیلیا د رنځورانو سره يې ملاقات وكړو ۔ د فاؤنډیشن ډائریکټر خالد عباس ډار د صحت سیکرټري هر كلي كولو سره د تنظیم خدمات او په کامیابیو تفصیلی بریفنګ وركړو٬ میډیکل ډائریکټر ډاکټر عدنان ګیلاني ووئېل سندس فاؤنډیشن هر كال د 7 زره نه د زياتو معیاري او وړيا علاج كوي ۔ د ده وېنا وه د تنظیم مقصد ماشوم له د ژوند حق وركول دي دغسې چې يو ماشوم هم د علاج سهولت نه محروم پاتي نشي ۔ سیکرټري صحت مجیب الرحمن پانیزئۍ د سندس فاؤنډیشن د خدمات ستائنې كولو سره ووئېل دا تنظیم د سماجي ښیګړې لپاره يو غوره مثال دے۔ ده باور وركړو چې بلوچستان كښې به د سندس فاؤنډیشن مرکز جوړولو لپاره حکومت په زړه پورې مرسته وركوي۔ د ده وېنا وه دا مرکز به د بلوچستان رنځورو ماشومانو لپاره يو نعمت ثابت شي ٬ د دورې په اختتام سیکرټري صحت ته د سندس فاؤنډیشن د اړخه يو یادګاري شیلډ وركړے شو۔











