ملتان 27جنوری(اے پی پی)ملتان كښې د ګاز څخه ډك ټينكر د اور لګېدو له امله چاودلے چې په نتيجه كښې يې 5 كسه مړه او 25 سخت ژوبل شوي دي ۔د رېسكيو 1122 له مخې دا خفګاني پیښه د اتوار په ورځ د شپې حامد پور چوك فهد ټاؤن سره نزدې رامخې ته شوه چې په نتيجه كښې يې د ايل اين جي ګاز څخه ډك ټينكر د اور لګېدو …
ملتان كښې د ګاز ټينكر چاودېدو له امله 5 كسه مړه او 25 ژوبل شول
ملتان 27جنوری(اے پی پی)ملتان كښې د ګاز څخه ډك ټينكر د اور لګېدو له امله چاودلے چې په نتيجه كښې يې 5 كسه مړه او 25 سخت ژوبل شوي دي ۔د رېسكيو 1122 له مخې دا خفګاني پیښه د اتوار په ورځ د شپې حامد پور چوك فهد ټاؤن سره نزدې رامخې ته شوه چې په نتيجه كښې يې د ايل اين جي ګاز څخه ډك ټينكر د اور لګېدو له امله وچاودو۔د اور مړ كولو لپاره د رېسكيو 18 ګاډو د مرستې آپرېشن كښې برخه واخسته ٬د مرستې كاروائيو نه پس ژوبل شوي د ابتدائي مرستې لپاره روغتون ته يوړلے شول او په حق رسېدلو كسانو مړي نشتر هسپتال ته منتقل كړے شول۔











