کوئټه 26 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان حکومت د لسبيله ډپټي كمشنر حمیرا بلوچ معطل كولو په اړه د خبرونه دروغ ګرځولو سره تردیدی بیان جاری کړې دے۔ صوبائی حکومت واضحه كړې چې په دې اړه كوم نوټیفکیشن نه دې جاري شوے۔ بیان كښې وئيلي شوې چې ځيني عناصر په سوشل میډیا د لسبيله ډي په اړھ د دروغو ډنډوره كولو سره اولس بے لاري كوي۔د بلوچستان حکومت خبردارې …
د بلوچستان حکومت د لسبيله ډپټي كمشنر حمیرا بلوچ معطل كولو په اړه د خبرونو تردید
کوئټه 26 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان حکومت د لسبيله ډپټي كمشنر حمیرا بلوچ معطل كولو په اړه د خبرونه دروغ ګرځولو سره تردیدی بیان جاری کړې دے۔ صوبائی حکومت واضحه كړې چې په دې اړه كوم نوټیفکیشن نه دې جاري شوے۔ بیان كښې وئيلي شوې چې ځيني عناصر په سوشل میډیا د لسبيله ډي په اړھ د دروغو ډنډوره كولو سره اولس بے لاري كوي۔د بلوچستان حکومت خبردارې وركړې چې داسې غلط معلومات خپرونكو په ضد به قانونی کارروائی کولې شي ځكه چې په دروغو اډانه مواد خپرول د جرم مترادف دې۔اولس ته اپيل شوې چې په سوشل میډیا غیر تصدیق شوې معلومات باور نه كوي او دې ډول ډنډورو شیئر کولو څخه ډډه وكړي۔











