د هېواد خاوره زمونږ ريډ لائن دے،مونږ له به په صحیح معنو كښې د ریاست د تحفظ فکر کول وي۔وفاقی وزیرعبدالعلیم خان

لاهور 26 جنوري (اے پي پي) د استحکام پاکستان ګوند صدر او وفاقی وزیر عبدالعلیم خان وئيلي دي د هېواد خاوره زمونږ ريډ لائن دے، د كوم هم هېواد سره مينه لرونكي لپاره د هېواد او قوم څخه زيات بل څه نه شي كيدے، مونږ له به د سياست يا حکومت کولو په ځائې په صحیح معنو كښې د رياست د تحفظ فکر کول وي۔د ګوند صوبائی سیکرټریټ لاهور كښې …

لاهور 26 جنوري (اے پي پي) د استحکام پاکستان ګوند صدر او وفاقی وزیر عبدالعلیم خان وئيلي دي د هېواد خاوره زمونږ ريډ لائن دے، د كوم هم هېواد سره مينه لرونكي لپاره د هېواد او قوم څخه زيات بل څه نه شي كيدے، مونږ له به د سياست يا حکومت کولو په ځائې په صحیح معنو كښې د رياست د تحفظ فکر کول وي۔د ګوند صوبائی سیکرټریټ لاهور كښې د بېلو ضلعو د ګوند لارښودو سره ملاقات كښې په خپلو خبرو كښې مرکزی صدر عبدالعلیم خان ووئيل د پاکستان موجودہ حالات كښې چې خطر سره مخ يو ټول قوم له به په ګډه د هغې مقابله كول وي۔ده ووئيل دښمن زمونږ وينو ته ناست دے دې لپاره به مونږ له هر وخت چمتو پاتې كيدل وي۔د استحکام پاکستان ګوند صدر د جنوبی پنجاب لپاره د جلا تنظیمی ډھانچے منظوري وركړه او رفاقت علی ګیلانی ئې د آئي پي پي جنوبی پنجاب صدر او تحسین نواز ګردیزي جنرل سیکرټری مقرر کولو نوټیفکیشن ئې جاري كړل،دواړو عهدیدارو د عبدالعلیم خان سره ملاقات كښې د هغه په باور كولو مننه وكړه۔ ملتان څخه بریګیډئیر قیصر ماھے، بهاولپور څخه ایاز محمود، قصور څخه شهباز مغل او بدوملهي څخه یاسر علی ملهي هم د آئي پي پي صدر او وفاقی وزیر سره ملاقات وكړو۔د استحکام پاکستان ګوند پنجاب صدر رانا نذیر احمد خان، د آئي پي پي لاهور صدر ملك زمان نصیب، جنرل سیکرټری رانا جاوید اقبال او پخواني اېم پي اے هارون عمران ګل هم ملاقات کونكو كښې ششامل وو۔په دې موقع په خاص توګه صوبه پنجاب كښې د ګوند په موجودہ صورتحال، راروانو بلدیاتی ټاكنو ،په ضلعی كچه ورکرز کنونشن کولو او په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه دغسې صوبائی سیکرټریټ ته په راتګ د ګوند کارمندانو او لارښودو د عبدالعلیم خان هركلے وكړو۔ د ګوند صدر عبدالعلیم خان په ملاقات کونكو زور راوړو چې خپلو خپلو ضلعو كښې فعاله كيدو سره اولسي رابكي باوري كړي او د پرمختګ او سوكالۍ پیغام هر كور ته ورسوي۔