اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق او دوهم سپيكر مرتضٰي جاوېد عباسي په قومونو كښې د عزت مقام ترلاسه كولو لپاره د قائداعظم محمد علي جناح په اصولو په عمل كولو ټينګار كړے۔ د قائداعظم محمد علي جناح د ولادت ورځې په موقع د قوم په نوم په خپلو جلا جلا پېغامونو كښې دوي ووئيل چې قائداعظم محمد علي جناح د 20مې پېړې عظيم لارښود و او د ذهانت او راست بازې يو غوره مثال و۔ دوي ووئيل چې د قائداعظم محمد علي جناح خواهش و چې د هېواد هر يو وګړې د تعليم٬ روغتيا٬ پرمختګ او انصاف مساوي موقعې ولري۔ دوي ووئيل چې قائد ته د عقيدت وړاندې كولو ښه طريقه دا ده چې مونږ يو موټې شو او د هېواد پرمختګ او حوشحالې لپاره كار وكړو او دې مقصد لپاره د ايمان٬ اتحاد او تنظيم اصول خپل كړو۔