اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجېس طاهر وئيلي دي چې د قائداعظم پشان شخصيات په پېړو كښې پېدا كېږي ٬ قائداعظم محمد علي جناح د خپلو قائدانه صلاحيتونو او اعلٰي كردار د لارې پاكستان ترلاسه كړے و۔ ده دا خبرې د قائداعظم محمد علي جناح د ولادت ورځې په موقع په خپل پېغام كښې وكړې۔ ده ووئيل چې ډاكټر علامه اقبال هغې نظرئې او خواب ته عملي جامه اغوستل ممكن و د كومې له مخې د هند ملسمانانو ته په نيمه وچه كښې د پاكستان په صورت كښې يو جلا وطن نصيب شو خو قائداعظم دا مسلمانانو لپاره يو جلا وطن ترلاسه كړو او دا نظريه ئې عملي كړه۔ ده ووئيل چې نن په دې ورځ د ګلګت بلتستان نه تر ګوادر د ټول پاكستان اولس خپل دې عظيم قائد ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كوي۔