په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر راجه ظفرالحق به د قائداعظم د زېږدنې ورځې او د كرسمس په مناسبت په دستوره كښې د خاص مېلمه په توګه ګډون كوي

اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر راجه ظفرالحق به د بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح د زېږدنې ورځې او د كرسمس په مناسبت په دستوره كښې د خاص مېلمه په توګه ګډون كوي۔ دستوره به سهار يوولس بجې د انجم عقيل خان په دفتر خداداد هائټس اي الېون كښې كېږي۔