د راډيو پاكستان تر سيوري لاندې د قائداعظم د زېږدنې ورځې په مناسبت د خاص پروګرامونو د خپرونې لړې روانه ده٬ په پروګرامونو كښې د قائداعظم هڅې او د هغه خدمات په ډاګه كولې شي

اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) د راډيو پاكستان تر سيوري لاندې د قائداعظم د زېږدنې ورځې په مناسبت د خاص پروګرامونو د خپرونې لړې روانه ده٬ په پروګرامونو كښې د قائداعظم هڅې او د هغه خدمات په ډاګه كولې شي۔ په پروګرامونو كښې د بابائے قوم غږ٬ د هغه د خدماتو په بنياد ملي نغمې او د بېلا بېلو خلقو تاثرات خپرولې شي۔ د راډيو پاكستان څخه د خاص پروګرامونو د خپرونې لړې به لس ورځې دوام لري۔ په ټول هېواد كښې د قائداعظم محمد علي جناح د زېږدنې 142مه ورځ په ښه ډول لمانځلو لپاره پروګرامونو ته حتمي شكل وكول كېږي۔