د قائداعظم ورځې په لړ كښې د پي اېن سي اے تر اهتمام لاندې تقريري مقابله

اسلام آباد 21 دسمبر (اے پي پي) د پاكستان نېشنل كونسل آف دي آرټس د كوچنيانو د څانګې تر سيوري لاندې د قائداعظم ورځې په لړ كښې د لمانځلې كېدونكې اونې دستورو په وړومبنې ورځ د پي اېن سي اے په آډيټوريم كښې د پېندې او اسلام آباد سكولونو او كالجونو د ماشومانو ترمېنځه د ځوانانو په نظر كښې د قائداعظم په موضوع تقريري مقابله وشوه۔ د دې دستورې مقصد ځوان كل د قام د بابا د عملي ژوند٬ هڅو او پاكستان لپاره د قربانيو څخه خبرول دي۔ نوي كل په خپلو تقريرونو كښې بابائے قوم ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره د هغه د هڅو٬ محنت٬ حوصلې او د ژوند د ټولو اړخونو احاطھ وكړه۔ محمد علي جناح د پاكستان خوب لېدلي و٬ خپلو ملګرو ته ئې په خپلو تقريرونو كښې هم د دغې خوب او مشن پوره كولو تلقين كړے ؤ ۔ دوي د بابائے قوم اصول او عمل د خپلې لارې د مشال په جوړولو زور رواړو۔ ماشومانو په پرجوش انداز د قائد د ترجيحاتو ذكر كولو سره د پاكستان د خوشحالې٬ قوي كولو او مستحكولو لوظ وكړو۔ په دې تقريري مقابلو كښې وړومبنې پوزيشن د اسلام آباد ماډل سكول فار ګرلز جي-اېټ ټو زده كوونكې سېپ مهدي ترلاسه كړو٬ دويم پوزيشن د پېنډې د كوالټي سكول حرا علي او دريم پوزيشن د بحريه فاؤنډېشن كالج پېنډې محمد عبدالله ترلاسه كړو۔ كنسلټېش پرائز د اسلام آباد ماډل سكول فار ګرلز آئي- نائن ون مېرمن ناياب علي ترلاسه كړو۔ په دې لړ كښې به د دسمبر په 22مه نېټه د ټېبلو او د دسمبر په 23مه نېټه د ملي نغمو مقابله كېږي او د دسمبر په 25مه نېټه به په مېګاشو كښې په دې مقابلو كښې انعام ترلاسه كوونكي د خپل فن څرګندونه كوي۔ ﴿