ترهګري كوم مذهب نه لري۔ د تركيې وزيراعظم

استنبول 14 جون (اے پي پي) د تركيې وزيراعظم بن علي يلدرم وئيلي دي چې ترهګري كوم مذهب نه لري۔ د تركيې ځائي مېډيا له مخې په استنبول ښار كښې د انصاف او پرمختګ ګوند لخوا جوړې شوې د روژه ماتي دستورې ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل چې كوم يو طاقت ترك قوم نه شي ويشلې۔ ده ووئيل چې پوځ او پوليس اهلكار قلتونكي ترهګر د بې ګناه انسانانو د وژلو نه هم ډډه نه كوي۔ ده وئيل چې پي كے كے د بهرنيو طاقتونو په لاسونو چلېدونكې يوه ترهګره ډله ده۔ د تركيې وزيراعظم ووئيل چې د دې ډلې مقصد تركيه تقسيمول دي