کراکس 29 جولائي (اے پي پي) د وينزويلا صدر نکولس مادورو شپږ كلنې مودې لپاره په صدارتي ټاكنو كښې په دريم ځل کاميابي ترلاسه كړې ده۔ اے اېف پي له مخې سي اين اي اليکټورل باډي صدر ايلوس اموروسو ووئيل د وينزويلا صدر نکولس مادورو د صدارتي ټاكنو په مهال 51.2 فيصده ووټونه ترلاسه كړې دي دغسې د هغه مخالف اميدوار ايډمنډو ګونزاليز اروټيا 44.2 فيصده ووټونه ترلاسه كړې دي۔دا …
د وينزويلا صدر نکولس مادورو په صدارتي ټاكنو كښې په دريم ځل کاميابي ترلاسه كړه
کراکس 29 جولائي (اے پي پي) د وينزويلا صدر نکولس مادورو شپږ كلنې مودې لپاره په صدارتي ټاكنو كښې په دريم ځل کاميابي ترلاسه كړې ده۔ اے اېف پي له مخې سي اين اي اليکټورل باډي صدر ايلوس اموروسو ووئيل د وينزويلا صدر نکولس مادورو د صدارتي ټاكنو په مهال 51.2 فيصده ووټونه ترلاسه كړې دي دغسې د هغه مخالف اميدوار ايډمنډو ګونزاليز اروټيا 44.2 فيصده ووټونه ترلاسه كړې دي۔دا خبره دې ياده وي چې تيره ورځ شوې صدارتي ټاكنې د حکومت او اپوزيشن ترمينځه تير كال ترسره شوې ثالثۍ لوظنامې نتيجه وه۔ د دې لوظنامې په وجه امريکا د مادورو په كال 2018 كښې د بيا انتخاب نه پس لګولې شوې بنديزونو كښې په عارضي توګه نرمي كړي، كوم چې ګڼ شمير لويديز او لاطيني امريکې هېوادونو د دھړكې په توګه مسترد کړې ؤ،خو د مادورو د اړخه ترسره شوې شرطونو څخه انکار نه بس بنديزونه بيرته اخستلې شوې۔











