د سعودي نائب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان به د امريكې دورې په مهال د امريكائي اولس مشر باراك اوباما٬خارجه وزير٬دفاع وزير سره ملاقاتونو

جده 13 جون (اے پي پي) د سعودي نائب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان به د امريكې دورې په مهال د امريكائي اولس مشر باراك اوباما٬خارجه وزير جان كېري او دفاع وزير ايشټن كارټر سره ملاقاتونو كښې په سيمه ايزو چارو٬يمن٬سوريه٬عراق٬لېبيا او په خليج كښې د امنيت په صورتحال د خيالاتو څرګندونه كوي۔ د سعودي مېډيا راپورونو له مخې د سعودي دوهم ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان به د جون تر16مې نېټې په واشنګټن كښې وي۔ د دې نه پس به هغه نيويارك ته ځي۔ د راپور له مخې دې به د خپلې دورې په مهال د امريكائي اولس مشر باراك اوباما٬خارجه وزير جان كېري او دفاع وزير ايشټن كارټر سره ملاقاتونه كوي چې پكښې به د سيمې په مسئلو او په خاص توګه د سوريې په بحران د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ د راپور له مخې د امريكائي چارواكو سره د ملاقاتونو په مهال به د داعش او د القاعده په ضد د سعودي په قيادت كښې د اسلامي عسكرو په اتحاد هم د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔