
اسلام آباد 26جون(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئېلي دي اينټي ناركوټكس فورس او اړوندې ادارې د نشه اي توكو اغستلو خرڅولو او قاچاق مخ نيوي لپاره په بشپړه توګه كار كوي٬اے اېن اېف افسران او ځوانان د نشه اي توكو څخه پاك پاكستان مشن له د خپلو قيمتي ځانونو قربانۍ وركړي٬د اے اېن اېف شهيدانو ته سلام كوو۔د نشه اي توكو استعمال او قاچاق په ضد په نړيواله ورځ خپل پېغام كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل نن مونږ د اے اېن اېف شهيدانو قربانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوو۔ده ووئيل په ټولنه د نشه اي توكو استعمال تباه كن اثرات له مخې دا جنګ قامي ترجيح ګرځول ضروري دي ٬د نشه اي توكو استعمال او قاچاق په ضد دا جنګ تر هغه وخت د نتيجې وړ ثابتېدے نه شي تر څو چې مونږ د قام په حېث ټول په دې كښې شامل نه شوو۔ده ووئيل د پاكستان د نشه اي توكو څخه پاك يو صحت منده ټولنه جوړول عظيم مقصد لپاره به شريكې هڅې كول وي۔د نشه اي توكو استعمال چپه مخ نيوي لپاره خبرتيا٬ د كميونټۍ شموليت او قانون نفاد ته ترجيح وركول دي۔ ده ووئېل راځۍ چې د نشه اي توكو استعمال او قاچاق په ضد مونږ د يو صحت مند او نشه اي توكو څخه پاك پاكستان تعمير له د عزم پخلے وكړو٬د نشه اي توكو څخه پاكه ټولنه زمونږ د بچو حق دے او دا حق به هغوي ته وركوو۔ده ووئيل په ټولنه كښې د نشه اي توكو استعمال څخه پېدا شوو مستقل خطرو به په مشتركه او د جامع اقدامات د لارې مخ نيوې كول وي۔