
اسلام آباد 14مئی (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي زمونږ په شريكو هڅو آزاد کشمیر كښې احتجاجی تحریك ختم شوے، وفاقی حکومت د آزاد کشمیر خويندو وروڼو لپاره 23 اربه روپۍ امدادی روپۍ اعلان کړې،ځينو كسانو دا سوچ لرولو چې احتجاجی تحریك په نوم به امن و امان تباہ او معاملات خراب کړے شي، په بشري زيان دړديدلې يو،د اولس مسئلې بايد په ګډه حل كړې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د وفاقی کابینې غونډه كښې په خپلو خبرو كښې وكړه۔ وزیراعظم ووئيل د آزاد کشمیر په معامله تيره ورځ د ټولو اتحادیانو پشمول مونږ غونډه كړي، د ډېر مشاورت نه پس سمدستي پريكړې شوې، آزاد کشمیر كښې چې كوم احتجاجی تحریك پيل شوے ؤ د هغوې غوښتنې مونږ اوريدلې او 23 اربه روپۍ د آزاد کشمیر وروڼو خويندو لپاره اعلان کړې شوي ۔ وزيراعظم ووئيل چې د آزاد كشمير اولس سره ملاقات كولو له به څو ورځو كښې مظفر آباد ته ځم٬ د اجتماعي هڅو په نتيجه كښې احتجاجي تحريك نن ختم شوے دے خو د افسوس خبره دا ده چې يو شمېر انساني ځانونه ضائع شول او مالي زيان هم وشو٬ د بشري ځانونو په زيان راته سخت خفګان شوے دے٬ په دې پېښو كښې يو پوليس اهلكار شهيد شو ٬ يو شمېر وګړي شهيدان او د ځينې پوليس او د قانون نافذ كوؤنكو اهلكار ټپيان شول۔ وزيراعظم ووئيل چې د قائد اعظم د فرمان له مخې كشمير د پاكستان شه رګ دے٬ دغلته امنيت په ځائې كول تر ټولو وړومبے ضرورت دے٬ د كشمير وزيراعظم سره زما خبره شوې ٬ مونږ له به د اولس د استازو په حېث د اولس خبرې غور سره اورېدل وي او د اولس مسئلې به په ګډه حل كول وي۔ ده ووئيل په دې كښې شك نشته چې د آزاد كشمير حكومت د زيات زغم څرګندونه كړې ده۔ ځينې كسان دې سوچ سره راغلې وو چې د احتجاجي تحريك په بهانه امن لمينځه يوسي۔ ده ووئيل نن دغه تحريك ختم شو۔ د صدر آصف علي زرداري ٬ د آزاد جموں وكشمير وزيراعظم او د نورو ټولو لارښودو مننه كوم۔ په دې موقعه په آزاد كشمير كښې په حق رسېدليو له فاتحه خواني هم وكړې شوه۔