نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ د كال 2024 په كامياب الېكشن قام له مباركي وركړه

اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ د كال 2024 په كامياب الېكشن قام له مباركي وركولو سره وئيلي دي لاس په دعا يو چې دا الېكشن د پاكستان روښانه او سوكاله سباٶن زېرے وګرځي۔ د زيارت په ورځ خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل د انتخابات په كاميابه تابيا د ټول قام مننه كوم٬ زه د الېکشن کمېشن آف پاکستان، د نګران صوبائي حکومتونو، وسله والو ځواكونو، سول آرمډ فورسز، پوليس، قانون نافذ كوونكو ادارو، انتخابي عملې ، ميډيا او د ھغه ټولو ادارو د هلو ځلو ستائنه كوم چا چې آزادو او سپېځلو ټاكنو كښې كردار لوبولے۔ وزيراعظم ووئيل دا مهمه موقع نه يواځې زمونږ د جمهوري عمل استحكام او مضبوطيا بلكې د پاكستان اولس د ناقابل تسخير جذبې ثبوت هم دے۔ ده ووئيل د پاكستان اولس ګډون او جذبه د دې جمهوري عمل د بنياد تيګه ده، د ووټرانو زيات ټرن آٶټ زمونږ د هېواد سباٶن لپاره د اولسي عزم واضحه اشاره ده۔ ده ووئيل د ووټ د لارې د رائے څرګندونه به زمونږ د جمهوريت مضبوطيا وي او دې لپاره د پاكستان اولس د ستائنې مستحق دے۔ وزيراعظم ووئيل خېبرپښتونخوا او په بلوچستان كښې د ترهګرۍ د يو څو پېښو باوجود ګرد هېواد كښې آزادو او سپېئځلو ټاكنو لپاره د وسله والو ځواكونو٬ سول آرمډ فورسز، اېل اي اے، سويلين ايډمنسټرېشن او د اليکشن کميشن آف پاکستان هلې ځلې د ستائنې وړ دي۔ وزيراعظم ووئيل پاکستانے اولس د ستونزو باوجود د غېر معمولي همت او عزم څرګندونه كړې ٬ د ترهګرۍ د اوسنيو پېښو باوجود د اولس جذبه او په انتخابي عمل كښې د دوي ګډون زمونږ هېواد عدم استحكام سره د مخ كوونكو قواؤ په ضد يو طاقتور بيان دے۔ده ووئيل دا امن٬ استحكام او سوكالي زمونږ د اجتماعي خواهش عكاسي كوي۔ وزيراعظم يو ځل بيا په دې تاريخي كاميابۍ قام له مباركي وركولو سره ووئيل لاس په دعا يم چې دا الېكشن د پاكستان ځالانده او سوكاله سباٶن لپاره نويد ثابت شي