كراكس 14 ستمبر (اے پی پی)وينزويلا كښې د څو مياشتو راهسې د روان سياسي تعطل ختمولو لپاره د حكومت او مخالفې ډلې ترمينځه غېر رسمي خبرې پېل شوي دي۔د المان خبر رسنې ادارې له مخې د اولس مشر نيكولس مادور يو نزدې ملګرې مېډيا ته ووئيل خبرو اترو كښې پېشرفت شوې چې ورسره د باقاعده خبرو لاره هوارېدې شي۔تېره ورځ اولس مشر وئېلي وو د مخالفې ډلې سره خبرو اترو …
د وينزويلا حكومت او مخالفې ډلې ترمينځه غېر رسمي خبرې پېل شوې

مزید خبریں
كراكس 14 ستمبر (اے پی پی)وينزويلا كښې د څو مياشتو راهسې د روان سياسي تعطل ختمولو لپاره د حكومت او مخالفې ډلې ترمينځه غېر رسمي خبرې پېل شوي دي۔د المان خبر رسنې ادارې له مخې د اولس مشر نيكولس مادور يو نزدې ملګرې مېډيا ته ووئيل خبرو اترو كښې پېشرفت شوې چې ورسره د باقاعده خبرو لاره هوارېدې شي۔تېره ورځ اولس مشر وئېلي وو د مخالفې ډلې سره خبرو اترو له چمتو يو۔دا خبره دې ياده وي چې پھ وينزويلا كښې د اپرېل مياشت راهيسې د حكومت په ضد مظاهرې روانې دي چې په نتيجه كښې يې 120 وګړي مړه شوي دي









