وزيراعظم محمد شهباز شريف او د ايران صدر ابراهيم رئيسي به د ايران څخه تر ګوادر د وړومبې 100 مېګاواټ ټرانسمېشن لائن پرانسته كوي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ټوېټ

اسلام آباد 18مئی(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي وزيراعظم محمد شهباز شريف او د ايران صدر ابراهيم رئيسي به د ګوادر د توان ضروريات تر سره كولو لپاره د ايران څخه تر ګوادر د وړومبې 100 مېګاواټ ټرانسمېشن لائن په شريكه توګه پرانسته كوي۔د زيارت په ورځ په خپل يو ټوېټ كښې دې ووئيل دا منصوبه د كال 2009 څخه د ځنډ ښكار وه۔دا پروژه به د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې په څلورو مياشتو رېكارډ موده كښې بشپړولو څخه د ګوادر او بلوچستان اولس لپاره د پرمختګ٬تجارت٬كاروبار او روزګار موقعې راپېدا كوي۔