د وزيراعظم شهباز شريف د ماحولياتي بدلون مخنيوي لپاره د نړيوالي ورورولي فعاله كولو له قائدانه كردار


ژباڼكار:جنت ګل
اسلام آباد 04 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د خپل ولوله انګيز او ډېرو سټرو د لارې نړيوالي ورورلي د ماحولياتي بدلون د تباه كن اثراتو په سمدستي توګه مخنيوي لپاره په كاميابۍ سره فعاله كولو كښې قائدانه كردار ادا كړے دے۔ ده د ماحولياتي بدلون د اثراتو مخنيوي لپاره د نړيوالو هلو ځلو مشري په داسې وخت كښې كړې كله چې پاكستان د پشكال تاريخي سېلابي شكل كښې د سنګين نوعيت تباه كاريو سره مخ ٶ٬ په هېواد كښې د سېلاب له امله 33 مېليونه كسان ځپلې شي او د 30 بېليونه ډالرو نه زيات زيان شوې٬ وزيراعظم په موثره ډول نړۍ له باور وركړې چې د پرمختللې هېوادونو پېدا كړې شوې موسمياتي اثراتو څخه قدرتي آفتونه پېدا كېږي چې پاكستان ورسره مخ دے او په سباٶن كښې تر نورو منطقو هم خپرېدې شي۔ وزيراعظم تېر كال په شرم الشېخ د ملګرو ملتونو په كلائمېټ چېنج فرېم ورك كنونشن په اړه (کاپ-27) كښې برخه اخستو سره په شريكه توګه مشري كړې او د نړيوالې ورورولۍ ملاتړ ئې ترلاسه كړې۔ د دې نه وړاندې د ماحولياتي بدلون په اېكشن پلان د وزيراعظم د فعاله قيادت او د نړيوالو هلو ځلو د اعتراف په توګه ملګرو ملتونو دوي ته د كاپ-27 كنفرنس وائس چيئرمېن شپ وركړې چې وزيراعظم ئې د مصر صدر او د ناروے خپل همڅنګ سره په ګډه صدارت كړې د كاپ-27 نائب صدر جوړېدل د ماحولياتي بدلون مخنيوي لپاره د پاكستان په مشرۍ كښې د شويو هلو ځلو په نړيواله كچه اعتراف ٶ۔ د ملګرو ملتونو په 195 غړو هېوادونو كښې پاكستان ته دا اعزاز د وزيراعظم شهباز شريف په نړيوال او سيمه ايزو فورمونو د موسمياتي اېكشن پلان په سمدستي توګه د ضرورت پحقله د شويو هلو جلو په نتيجه كښې ترلاسه شوې ٬ د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو د دې مېګا كلائمټ چېنج سمټ په موقع وزيراعظم سره خپلو خبرو كښې په سېلاب ځپليو سيمو كښې د دوي پرله پسې موجودګي يو “غېر معمولي اقدام” وګرځولے۔

وزيراعظم د متحده عرب امارات شېخ محمد بن زېد النهيان، د تاجکستان صدر امام علي رحمان، د انډونيزيا نائب صدر معروف امين، د عراق صدر عبدالرشيد راشد او د لبنان وزيراعظم نجيب ميقاتي سره په ملاقاتونو كښې نړيوال پام د موسمياتي بدلون په سبب په رامخې خطرو د قابو موندلو په هلو ځلو كښې د پاكستان مرستې په ګرځولے٬ د خپلې وېنا په مهال وزير اعظم پاکستان ته د سېلاب په نتيجه كښې شوې زياتونه رامخې ته كړه او د آب و هوا پحقله اهمې پرېكړې د كوټلې اقداماتو او د عمل وړ په منصوبو كښې په بدلولو زور رواړو٬ وزيراعظم شهباز زور رواړلو سره ووئيل د يو پرمختګ كوٶنكي هېواد په توګه كوم چې دې رجحان څخه زيات ځپلې شوې دې٬ پاكستان ته د آب و هوا د يوالي او د ماحولياتي انصاف په سمدستي توګه اړتيا ده۔ ده د دې اميد هم څرګندونه وكړه چې كاپ-27 به ماحولياتي انصاف ترلاسه كولو كښې سنګ ميل ثابت شي٬ تقريباً د 200 هېوادونو استازو په مصر شرم الشېخ كښې د ملګرو ملتونو په مشرۍ كښې په موسمياتي غونډه كښې ګډون كړې چې پكښې د لوظنامې په صورت كښې بې وځله هېوادونو ته د ګلوبل وارمنګ سره د تړلے زيان په تلافۍ خبرې اترې شوې٬ په کنفرنس كښې لسيزه وړاندې موسمياتي خبرې د پېل كېدو نه پس په وړومبي ځل دا موضوع په اېجنډا ساتلے شوې٬ وزيراعظم په دې خبره رڼا واچوله په فطرت آډانه حل د كنونشن او پېرس لوظنامې له مخئ د پاکستان د کلائميټ ايکشن د ايجنډے محور دې۔ ده د پاكستان د سېلاب ځپليو په مرسته كولو د نړيوالې ورورولې مننه هم وكړه او دوي سره ئې په دوه اړخيزه ٬ سيمه ايز او نړيوالو چارو خبرې اترې هم وكړې۔ وزيراعظم شهباز شريف د سېلاب ځپلې پاكستان حالت زار په اړه نړيواله ورورولي خبرولو سره ووئيل هېواد ته د قرضو نه د اضافي فنډنګ ضرورت دے٬ مونږ له يو لچكدار او مواقف انفراسټركچر بيا جوړول دي كوم چې قرضو سره نه بلې اضافې فنډنګ سره ممكن كېدې شي، په دې لړ كښې ضرورتونه او د پكار وسائلو ترمېنځه خلا ورځ په ورځ پراخه كېږي۔ ده ووئيل زمونږ په حالت پوهېدل د پرمختللې نړۍ فرض دے۔ ده ووئيل سېلاب څخه اته زره كلوميټره نه زيات سترې لارې تباه شوې دي٬ د درې زره كلوميټره نه زياته د رېل پټلۍ ته زيان رسېدلے دے او دغسې 40 لكه اېكړه نه زيات فصلونه په اوبو كښې لاهو شوې دي۔ ده ووېيل زيان او ضياع د كاپ-27 د بنيادي اېجنډے برخه جوړولو ته اړتيا ده دغسې چې د ھغه خلقو انساني ضرورونه ترسره كړې شي كوم چې د قرضو له امله د اولسي مالي اعانت بحران سره مخ شوې دي او بيا هم د خپل ځان نه د موسمياتي آفتونو په مهال مالي مرسته كول وي۔ ده په واضح توګه نوې٬ اضافي او د تل پاتې وسائلو په توګه پرمختګ كوٶنكي او د كمزورې هېوادونو ضرورتونه د مطلوبه رفتار او پېمانے سره ترسره كولو پاره د سپېځلې طريقه كار په توګه په واضح كولو زور رواړو۔ وزيراعظم ووئيل د كلونو راهسې خبر كوٶ خو په بنيادي څيزونو متفق كښې هم پاتې راځو٬ په كال 2009 كښې په کوپن هېګن کاپ-15 كښې تر كال 2020 په كلنه توګه سل بېلونه ډالرو د جمع كولو تر اوسه وفا شوې نه دے ٬ د سنګين موسمياتي پېښو د زيات شويو شمېرو او شدت له مخې د دې زياتولو ته اړتيا ده ۔ ده ووئيل کاپ سره د کنونشن او پېرس لوظنامې مقاصد ترلاسه كوول لپاره مشتركه بنياد د لټولو حقيقي موقع كېدې شي۔ ده زور رواړو چې “دا اوس يا كله هم نه ” صورتحال دے ځكه چې مونږ سره اوسېدو لپاره واقعي چې بله سياره نشته٬ د دې هلو ځلو په سبب د ملګرو ملتونو فرېم ورك كنونشن آن كلائمېټ چېنج په اړه كاپ-27 د زيان او ضياع فنډ جوړول او د ھغې چلولو تاريخي پرېكړې سره پائې ته رسېدلے٬ په کاپ-27 كښې د 6 نه تر 20م نومبر د لوړې كچې او ضمني دستورې٬ اهم مذاكرات او د پرېس كنفرنس تابيا شوې٬ په کنفرنس د سلو نه زيات حكومتي مشران او د 35 زره نه زيات ګډون كوٶنكي شامل شوي او په دې موقع د يو شمېر پويلينز هم تابيا شوې چې پكښې په ګرده نړۍ او په بېلا بېلو څانګو كحې د موسمياتي كاروائيو نندارتون شوې۔
په مننه د اے پي پي