د اسرائيلي جېټ الوتكو سوريه كښې په پوځي اډه بريد

دمشق 07 ستمبر (اے پی پی) اسرائيلي جېټ الوتكو سوريه كښې په پوځي اډو بريد كړې۔ د سوريه چارواكو وئيلي چې د اسرائيل جېټ الوتكو د هېواد په لوئيديزه سيمه كښې پوځي اډه په نښه كړه۔ د سوروي ځواك لخوا جاري شوي بيان ترمخه د لبنان فضائي پولو څخه مسياف ته نزدې د توغولي شوي راكټ بريد په نتيجه كښې دوه پوځي وژل شوي۔ په دې مهال د عرب ميډيا …

دمشق 07 ستمبر (اے پی پی) اسرائيلي جېټ الوتكو سوريه كښې په پوځي اډو بريد كړې۔ د سوريه چارواكو وئيلي چې د اسرائيل جېټ الوتكو د هېواد په لوئيديزه سيمه كښې پوځي اډه په نښه كړه۔ د سوروي ځواك لخوا جاري شوي بيان ترمخه د لبنان فضائي پولو څخه مسياف ته نزدې د توغولي شوي راكټ بريد په نتيجه كښې دوه پوځي وژل شوي۔ په دې مهال د عرب ميډيا غېر مصدقه راپورونو ترمخه بريد كښې د كېميائي وسلې جوړونكې يوه كارخانه په نښه كړې شوې۔ دا خبره د يادونې وړ ده چې اسرائيل وړاندې هم په پټه د سوريه هغه ځايونو په نښه كړي چرته چې وسله جوړېږي۔ بلخوا دا بريد په يو داسې وخت كښی ترسره شوې كله چې د ملګرو ملتونو تفتيش كارانو يو ورځ وړاندې د دې خبرې تصديق كړې وو چې د روان كال اپرېل مياشت كښې د ياغيانو په سيمه ترسره شوي كېميائي بريد كښې د سوريه حكومت ككړ وو۔ د ملګرو ملتونو ترمخه دې بريد كښې 83 كسان وژلې شوي وو

مزید خبریں