د مياں ثاقب نثار آډيو اوريدو زيات خفه كړم ٬ تاسو د نواز شريف په دښمنۍ كښې ډېر لرې تللې يۍ ٬ خواجه محمد آصف

اسلام آباد۔25اپرېل(اے پی پی) د دفاع وزير خواجه محمد اصف وئيلي دي چې د ميا ثاقب صاحب آډيو په اوريدو ډير خفه شوے يم، تاسو له نواز شريف سره په دښمنۍ کې ډير لرې تللې يۍ۔ د نهې په ورځ په خپل ټوېټ كښې خواجه محمد آصف ووئيل چې تاسو 14/15 كاله وړاندې د نواز شريف او شهباز شريف سره څخه د 2 ګيلو خبره كړې وه كومه چې په بشپړه توګه بې بنسټه وه٬ زه ميډيا ته حقيقت بيانولے شم۔ تاسو نواز شريف څخه بدل واخست او هغه ته مو سزا واوروله۔ تر څو به دې زهرجنې رويې ته دوام ورکوۍ۔