د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډه٬د ترهه ګرۍ تر خاتمې كاروائۍ روان ساتلو عزم پخلې٬د كوټلې عملياتو پېل كولو منظوري

اسلام آباد 07 اپرېل(اے پی پی)د قامي سلامتيا كمېټۍ قوم له كوټلې امن وركولو لپاره د امنيتي ځواكونو قربانو او هڅو اعتراف كولو سره د پاكستان څخه د ترهه ګرۍ تر خاتمې تر روان ساتلو د عزم پخلې كړی٬غونډې د ټول قام او حكومت سره په ګډه د كوټلې عملياتو منظوري وركړې كوم به چې د يوې نوې جذبې او عزم سره هېواد د ترهه ګرۍ لعنت څخه پاكوي٬د ترهه ګر خاتمې لپاره به د كوټلې هڅو په تناظر كښې يوه كمېټي هم جوړه شوه كوم به چې په دوه اونو كښې په دې عملدرآمد او د حدود او قيود په اړه سفارشات وړاندې كوي۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د قامي سلامتيا كمېټۍ 41مه غونډه د جمعې په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې وشوه۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو٬جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن٬سروسز چيفس او د اړوند ادارو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔دا غونډه د 2 جنوري 2023 د پېښور په پوليس لائنز كښې د ترهه ګرۍ بريد نه پس د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډې په تسلسل كښې شوې۔د غونډې په پېل په 7 اپرېل 2012 د ګياري سېكټر پېښې شهيدانو ته پېرزوينې وړاندې كړې شوې۔غونډې په كوټلې قامي سلامتيا زور راوړو چې پكښې د اولس رېليف ته مركزي حېثيت ترلاسه دې او فورم ته ووئيل شو چې حكومت په دې لړ كښې اقدامات كوي۔غونډې قام له كوټلې امن وركولو لپاره د امنيتي ځواكونو قربانو او هڅو اعتراف وكړو۔فورم د پاكستان څخه د ترهه ګرۍ تر ختمولو كاروائۍ روان ساتلو له د عزم پخلې وكړو