اسلام آباد 31 اګست (اے پی پی) د لكهونو په شمېر مسلمانانو د حج ركن اعظم وقوف عرفه ادا كړو او په مسجد نمره كښې يې د حج خطبه واورېده پھ مېدان عرفات كښې هر خوا د لبيك اللهم لبېك٬ لبېك لا شريك لك لبېك غږونه اوچت كړې شول۔دا خطبه ډاكټر سعد بن ناصر الشتري ولوستله۔د دې خطبې الفاظ څه داسې وو چې زه شكر ادا كوم د هغه رحمان …
د لكهونو په شمېر مسلمانانو د حج ركن اعظم وقوف عرفه ادا كړو٬ اے خلكو زه تاسو ته نصيحت كوم چې تاسو د الله تعالٰی تقوی اختيار كړئ٬په دې ورځ كوم چې د هغه حكمونه دي پھ هغو عمل وكړئ او چې كوم منكرات دي د هغو نه ډډه وكړئ٬الله رب العزت په قرآن پاك كښې څرګند اعلان كړی چې الله تعالٰی نيك خلك خوښوي او دوي سره محبت لري٬تاسو د الله تعالٰی تقوی اختيار كړئ٬تاسو به په دنيا او آخرت كښې بريالي شئ٬الله رب العزت لوظ كړی چې د الله رب العزت متقي بندګان به پھ جنت كښې داخلولې شي۔ د ډاكټر سعد بن ناصر الشتري د حج خطبه

مزید خبریں
اسلام آباد 31 اګست (اے پی پی) د لكهونو په شمېر مسلمانانو د حج ركن اعظم وقوف عرفه ادا كړو او په مسجد نمره كښې يې د حج خطبه واورېده پھ مېدان عرفات كښې هر خوا د لبيك اللهم لبېك٬ لبېك لا شريك لك لبېك غږونه اوچت كړې شول۔دا خطبه ډاكټر سعد بن ناصر الشتري ولوستله۔د دې خطبې الفاظ څه داسې وو چې زه شكر ادا كوم د هغه رحمان او رحيم كوم چې خپلو ټولو بندګانو ته د صحت او عافيت او د امن او امان نعمت وركړی۔زه مننه كوم د هغه رب العزت د هغه په ټولو نعمتونو او زه ګواهي وركوم د الله رب العزت كوم چې واحد الاحد دے او زه دا هم ګواهي وركوم چې جناب رسول ۖ د هغه آخري نبي دې كوم چې د هر ډول خيانت او بهتان نه بري دې۔درود او سلام دې وي په جناب رسول الله ۖ ٬ د هغه په آل او په هغو ټولو خلكو كوم چې د ده اتباع كوي۔اے خلكو زه تاسو ته نصيحت كوم چې تاسو د الله تعالٰی تقوی اختيار كړئ٬په دې ورځ كوم چې د هغه حكمونه دي پھ هغو عمل وكړئ او چې كوم منكرات دي د هغو نه ډډه وكړئ٬الله رب العزت په قرآن پاك كښې څرګند اعلان كړی چې الله تعالٰی نيك خلك خوښوي او دوي سره محبت لري٬تاسو د الله تعالٰی تقوی اختيار كړئ٬تاسو به په دنيا او آخرت كښې بريالي شئ٬الله رب العزت لوظ كړی چې د الله رب العزت متقي بندګان به پھ جنت كښې داخلولې شي۔په يو بل ځاې كښې الله رب العزت دا لوظ كړی څوك چې د الله رب العزت تقوی اختيار كړي الله تعالٰی به د هغه هر يو مشكل آسان كړي٬ د الله تعالٰی د تقوی اختيارولو مطلب دا دے چې د الله تعالٰی په حكمونو عمل وكړی شي او د دې تر ټولو بنيادي حكم دا دے چې د الله تعالٰی توحيد دې اختيار كړی شي او د الله رب العزت نه علاوه دې د بل چا عبادت ونه كړی شي٬الله رب العزت حكم كړی چې تاسو يوازې د هغه عبادت وكړئ٬لمونځ وكړئ او يوازې د هغه په وړاندې سر ټېټ كړئ او د توحيد چې كوم پیغام دې هغه د ټول انبيا عليهم السلام د تعليماتو بنيادي ركن دې په كوم كښې چې د حضرت موسٰی عليه السلام او د حضرت عيسٰی عليه السلام تعليمات شامل دي او بيا دا پاې ته ورسېدل د حضرت محمد ۖ تعليماتو سره٬الله رب العزت وفرمائيل چې مونږ ټولو امتونو ته يو يو نبي لېږلې كومو چې دوي ته بنيادي تعليم دا وركړی چې د الله رب العزت عبادت دې وكړي بس پھ دې كښې ځينې امتونه داسي وو كومو چې د الله تعالٰی تقوی اختيار كړه او ځينې داسې وو كومو چې د دې نه انكار وكړو دغسې الله رب العزت په يو بل ځاې كښې هم اعلان كړی مونږ ستاسو نه وړاندې قومونو ته هم رسولان لېږلي او دوي هم دا پیغام وركړی چې د الله رب العزت عبادت وكړئ او هغه سره څوك شريك مه جوړوئ۔الله رب العزت فرمائي چې زه ستاسو رب يم او زه حق يم او زه د ټولو څيزونو او مخلوقاتو پیدا كونكې يم٬د توحيد د شهادت سره يو بل شهادت هم دې كوم چې مونږ مسلمانان ادا كوو او هغه دا دې چې جناب رسول الله ۖ د الله رسول دے كوم چې الله رب العزت د خپلو بندګانو لارښونې او هدايت لپاره رالېږلې او د الله تعالٰی عبادت يوازې پھ دې شان كېدې شي چې څنګه جناب رسول الله ۖ مونږ ته تعليم راكړی









