د وزيراعظم خاص مرستيال فهد حسين لپاره د نيكو هيلو څرګندونه

اسلام آباد۔4اپرېل(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د پبلك پاليسۍ او سټراټيجيك كميونيكشن خاص مرستيال فهد حسېن لپاره د هغه د غوره خذماتو په اعتراف كښې د نېكو هيلو څرګندونه كړې ده۔ د نهې په ورځ وزيراعظم په خپل ټويټ كښې هېواد لپاره د غوره خذماتو په وړاندې كولو د فهد حسېن مننه اوكړه ۔ ده ووئيل د پبلك پالېسۍ او سټراټيجيك كميونيكشن په چارو كښې زما د خاص مرستيال په توګه ما ستاسو له زيركو مشورو څخه ډېره ګټه پورته كړه۔ ده ووئيل ما تاسو يو په زړه پورې ټيم پليئر او عظيم انسان موندلے يۍ٬ ستاسو سباؤن لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كوم۔