د قرآن پاك په اشاعت بدلون بل 2022 د مذهبي چارو قائمه كميټۍ رپورټ سينيټ ته وړاندے كړے شو

اسلام آباد۔4 اپرېل(اے پی پی) د قرآن پاك په اشاعت (د پرنټنګ او غلطو ختمولو) بدلون بل 2022 د مذهبي چارو قائمه كمېټۍ رپورټ سېنېټ ته وړاندے كړے شو۔ د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د قائمه كمېټۍ چيئرمېن مولانا عبد الغفور رپورټ ايوان ته وړاندے كړو۔