مکة المکرمة۔ 31 اګست (اے پی پی) د دواړو جهانونو سردار حضور نبي كريم (ص) د حجة الوداع خطبه د بشري حقونو يو ستر چارټر او تر قيامت راتلونكي انسانيت لپاره د رشد او هدايت سرچينه ده۔ كه مونږ دا خطبه د خپل ژوند شعار جوړ كړو نو اسلامي نړۍ پېښې مسئلو څخه خلاصې موندلې شي۔ حضور ني اكرم (ص) 1385 كاله وړاندې د هجرت په 10م كال د ذوالحج …
چا لپاره دا جائز نه دي چې هغه د خپل كوم ورور څخه څه څيز د هغه د رضا او خوشحالۍ نه غېر واخلي۔ په يو بل زياتې مه كوۍ”۔ د حضور نبي كريم (ص) 1385 كاله وړاندې د حجة الوداع تاريخي خطبه به تل له د رشد او هدايت سرچينه وي۔

مزید خبریں
مکة المکرمة۔ 31 اګست (اے پی پی) د دواړو جهانونو سردار حضور نبي كريم (ص) د حجة الوداع خطبه د بشري حقونو يو ستر چارټر او تر قيامت راتلونكي انسانيت لپاره د رشد او هدايت سرچينه ده۔ كه مونږ دا خطبه د خپل ژوند شعار جوړ كړو نو اسلامي نړۍ پېښې مسئلو څخه خلاصې موندلې شي۔ حضور ني اكرم (ص) 1385 كاله وړاندې د هجرت په 10م كال د ذوالحج په 9مه نېټه په 6 مارچ 632ﺀ د جمعې په ورځ د خپل وړومبي او آخري حج په مهال حج كښې خطبه وفرمايله۔ “اے خلقو! لوئے څښتن هر حقدار ته حق وركړے اوس دے څوك د كوم وارث حق له وصيت نه كوي۔ بچې به هغه ته منسوب كېږي د چا په بستره چې هغه پېدا شي۔ په چا چې حرام كارۍ ثابت شي د هغه سزا كاڼې دے۔ حساب او كتاب به د لوئے څښتن په نزد وي۔ څوك چې خپل پلار نيك پرېدي او نسب بدل كړي يا كوم غلام د خپل مالك په مقابله بل څوك خپل مالك ظاهر كړي په ده د لوئے څښتن لعنت ۔ قرض به وركول وي۔ قرض اخستلې څيز دې بېرته دې وركړې شي۔ د ډالۍ بدله دې وركړې شي۔ او څوك چې د چا ضامن جوړ شي هغه دے تاوان ادا كړي۔ “چا لپاره دا جائز نه دي چې هغه د خپل كوم ورور څخه څه څيز د هغه د رضا او خوشحالۍ نه غېر واخلي۔ په يو بل زياتې مه كوۍ”۔ انسانيت سره احسان كوؤنكي حضور نبي اكرم (ص) وفرمايل “مېرمنې له دا جائز نه دي چې هغه د خاوند مال د خاوند د اجازې نه غېر چا ته وركړي۔ ګورۍ په تاسو ستاسو د كورودانو څه حقونه دي۔ دغسې په هغوي ستاسو حقونه دي۔ په مېرمنو ستاسو حق دا دے چې هغه داسې كوم تن نه غواړي كوم چې تاسو ته ناخوښه وي۔ او نه به هغه كوم خيانت كوي۔ ښكاره بې حيائي دې نه كوي كه هغه داسې وكړي نو د لوئے څښتن لخوا دې ته د معمولي جسماني سزا وركولو اجازه ده۔ كه هغه منع شي نو ښه خوراك وركوۍ ٬ ښه جامه وركوۍ مېرمنو سره ښه سلوك كوۍ هغه ستاسو پابند دي او ځان له هېڅ كولې نه شي۔ ددوئي په باره كښې د لوے څښتن لحاظ كوۍ۔ تاسو د لوئے څښتن په نامه دوئي ترلاسه كړي دي۔ او د هغه په نوم دوئي تاسو لپاره حلال شوي دي۔ حضور نبي اكرم (ص) وفرمايل خلقو زما په خبره پوهه شۍ چې ما د تبليغ حق ادا كړې۔ زه تاسو ته يو داسې څيز پرېدم كه تاسو په دې ټينګ پاتې شوۍ نو كله به هم بې لارې نه شۍ هغه د لوئے څښتن كتاب دے۔ ګورۍ په ديني چارو كښی د حدود څخه تجاوز مه كوۍ۔ رحمت للعالمين وفرمايل پنځه وخته لمونځ كوۍ ٬ د رمضان مياشې روژې نيسۍ ٬ د مالونو زكاة وركوۍ ٬ حج كوۍ او د خپلو هغه مشرانو چې صاحب امر دي اطاعت كوۍ د خپل رب جنت ته به داخل شۍ۔ حضور نبي اكرم (ص) وفرمايل اوس به مجرم په خپله د خپل جرم ذمه وار وي۔ نه به د پلار په بدل كښې ځوئے نيولے شي او نه به د ځوئي بدله د پلار څخه اخستلې شي۔ اے خلقو زما په اړه چې تاسو نه پوښتنه وشي تاسو به څه ځواب كوۍ ؟ ټولو اووئيل مونږ به ګواهي وركوؤ چې تاسو امانت رسولې او د رسالت حق مو ادا كړې۔ او مونږ سره دې ښېګړه كړې۔ دا اورېدو سره حضور نبي اكرم (ص) د شهادت ګوته آسمان ته پورته كړه او خلقو پلو اشاره كولو سره ئې وفرمائيل: “لوے څښتنه ګواه وسه ٬ لوے څښتنه ګواه وسه ٬ لوے څښتنه ګواه وسه”







