ايوان هيواد څخه رباﺀ ختمولو له د وفاقي شرعي عدالت پريكړه تسليموي ٬ په سينيټ كښې قرار داد منظور

اسلام آباد۔3اپرېل(اے پی پی) سېنېټ په متفقه توګه يو قرارداد منظور كړے دے په كوم كښې چې وئيلې شوي دي چې دا ايوان هېواد څخه رباﺀ ختمولو لپاره د وفاقي شرعي عدالت پرېكړه تسليموي٬ ایوان د وفاقی شرعی عدالت د پرېكړې په ضد د سټېټ بېنک آف پاکستان او نیشنل بېنک د اپيلونو بېرته اخستو حكومتي پرېكړې ستائنه هم كوي۔ د ګل په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې سېنېټر مشتاق احمد په دې اړه قرارداد ايوان ته وړاندے كړو۔ قرارداد كښې وئيلې شوي چې دا ايوان د دستور اسلام جمهوریه پاکستان آرټیکل 38(و) يادوي كوم چې د ربا زر تر زره د ختمولو تقاضا كوي او په دې اندېښنه ښكاره كوي چې په 75 كلونو كښې هم هېواد څخه د سود لعنت ختم نه كړے شو۔ ایوان هېواد څخه د رباﺀ ختمولو لپاره د وفاقي شرعي عدالت پرېكړه تسليموي ٬ ایوان د وفاقی شرعی عدالت د پرېكړې په ضد د سټېټ بېنک آف پاکستان او نیشنل بېنک د اپيلونو بېرته اخستو حكومتي پرېكړې ستائنه هم كوي۔ ايوان غوښتنه كوي چې په هېواد كښې سود (رباﺀ) څخه پاك معاشي او مالي نظام تشكيلولو له دې د پاكستان حكومت په سمدستي توګه اړوند اقدامات وكړي۔ ايوان په متفقه توګه د قرارداد منظوري وركړه۔