د امريكې ورځپاڼې په راپور كښې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ ګښې د پاكستان د لويو قربانو اعتراف

واشنګټن 30 اګست (اے پي پي) د اولس مشر ټرمپ د افغانستان په اړه نوې پالېسۍ كښې هند ته پام لرنې سره په پاكستان ګښې د امريكې مخالف جذبات زيات شوي٬تجزيه نګارو خبردارې وركړی چې په دې پالېسۍ د عملدآرمد په نتيجه كښې به افغانستان كښې د امن اهداف ترلاسه كول ګران شي۔دا خبره د امريكې نوموړي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په يو راپور كښې كړې۔ورځپاڼې ليكلي چې پاكستان د ترهھ …

واشنګټن 30 اګست (اے پي پي) د اولس مشر ټرمپ د افغانستان په اړه نوې پالېسۍ كښې هند ته پام لرنې سره په پاكستان ګښې د امريكې مخالف جذبات زيات شوي٬تجزيه نګارو خبردارې وركړی چې په دې پالېسۍ د عملدآرمد په نتيجه كښې به افغانستان كښې د امن اهداف ترلاسه كول ګران شي۔دا خبره د امريكې نوموړي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په يو راپور كښې كړې۔ورځپاڼې ليكلي چې پاكستان د ترهھ ګرۍ په ضد جنګ كښې لويې قربانۍ وركړي٬د پاكستان 60 زره څخه زياتو وګړو او د امنيتي ادارو اهلكارو د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د خپلو ځانونو قرباني وركړی دغسې د پاكستان معيشت ته هم د دې جنګ په نتيجه كښې زيان رسېدلې۔ورځپاڼې ليكلي د اولس مشر ټرمپ د پالېسۍ نه پس پاكستان ګښې په عمومي توګه د امريكې مخالف جذبات زيات شوي٬پاكستان د اوږدې مودې راهسې د امريكې يو مهم شراكتدار دے او د اولس مشر ټرمپ د نوې پالېسۍ نه پس د امريكې په پخواني ملګري هېواد كښې په عمومي توګه دا تاثر رامخې ته شوې چې زمونږ سره دوكه شوې۔ ورځپاڼۍ د انټرنېشنل سنټر نوموړي سكالر مائيكل كوګل مين په اړه ليكلي دې پاكستان د اولس مشر ټرمپ د هند د يو انتهاخوښې قام پرست هندو وزيراعظم چې په مقبوضه كشمير كښې ګڼ شمېر هندي عسكرو د مسلمانانو په ضد رياستي جبر اختيار كړے د پام لرنې په پالېسۍ د خفګان څرګندونه كړې ده

مزید خبریں