د شمالي وزيرستان په دته خيل سيمه كښې د امنيتي ځواكونو اپرېشن٬ 8 ترهه ګر ووژل شول۔آئي اېس پي آر

پېنډي 08مارچ (اے پی پی) د شمالي وزيرستان په دته خيل سيمه كښې امنيتي ځواكونو استخبارتي بيسډ اپرېشن په مهال 8 ترهه ګر وژلې شوې دي۔د آئي اېس پي آر له مخې د وژلے شوو تره ګرو قبضې څخه په لويې مقدار وسله او چاودېدونكي توكي برآمد شوي۔وژلے شوي ترهه ګر په امنيتي ځواكونو بريدونو كښې نيغ په نيغه ككړ وو۔د سيمې خلقو د ترهه ګرو په ضد په كاميابه عملياتو د پاك پوځ ستائنه كړې