وزيراعظم په وكي پيډيا د بندېز په سمدستي توګه د ختمولو امر٬د آئي ټي وفاقي وزير په مشرۍ كښې پنځه كسيزه كمېټي هم جوړه كړې شوه۔مريم اورنګزېب ټوېټ

اسلام آباد 06 فروری(اے پی پی)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي چې وزيراعظم شهباز شريف په پاكستان كښې د په وكي پيډيا د بندېز ختمولو احكامات جاري كولو سره د آئي ټي وفاقي وزير په مشرۍ كښې پنځه كسيزه كمېټي جوړه كړې۔د ګل په ورځ په خپل يو ټوېټ كښې وفاقي وزيرې ووئيل په كمېټۍ كښې د قانون وزير٬د اطلاعاتو وزيره٬د تجارت وزير او د مواصلات وزير هم شامل دي۔دې ووئيل آن لائن مواد به هم كتلې شي