اسلامك ډوېلپمنټ بېنك په جنيوا كنفرنس كښې د 9 اربه ډالرو په اعلانونو كښې 4 اربه 20 كروړه ډالره سره لويه برخه لري۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف ټويټ

اسلام آباد 11 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي اسلامي پرمختيائي بېنك په جنيوا كنفرنس كښې د 9 اربه ډالرو په اعلانونو كښې 4 اربه 20 كروړه ډالره سره لويه برخه لري او په دې مونږ د بورډ او د غړو هېوادونو مننه كوٶ۔ د شورو په ورځ خپل ټويټ كښې ده ووئيل د اسلامي پرمختيائي بېنك په جنيوا كنفرنس كښې د 9 اربه ډالرو په اعلان مننه كوٶ كوم چې به زمونږ د بيا رغونې په هلو ځلو كښې كليدي مرستيال شي۔