د ديواليه كېدو خبرې كونكې د هېواد دښمنان دي٬كه پي ټي آئي سره كومه مثبت خبره نه شي كولې هغوي دې خپله خوله بنده كړي۔وفاقي وزير احسن اقبال خبري كنفرنس ته وېنا

اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي چې د ديواليه كېدو خبرې كونكې د هېواد دښمنان دي٬كه پي ټي آئي سره كه كومه مثبت خبره نه وي نو هغوي دي خپله خوله بنده كړي۔د زيارت په ورځ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ده ووئيل چې پاكستان ته د اوسني سېلاب له امله 30 ارب ډالره زيان شوې٬سېلاب زمونږ د كركيلې اوسټاك څانګه ځپلي ده٬كه پاكستان ته د تعميرنو لپاره مطلوبه وسائل ترلاسه وي نو په ځپليو سيمو كښې به د تعميرنو كارونه مخ په وړاندې بوتللې شي۔ده ووئيل چې د سېلاب تباهۍ په سبب د كركيلې مصنوعات د نړيوالو منډو څخه په زياته بيعه امپورټ كوو۔ده ووئيل دا مهال د ګرانۍ پنځه وجوهات دي٬وړومبۍ وده دا ده چې پاكستان د پي ټي آئي حكومت په كومه لاره روان كړی و د روپۍ قدر كم شوې و٬په دې وجه ګراني زياته شوې٬مونږ د دې مخ نيوي لپاره هلې ځلې كړي دي۔دوهمه وجه د پیټرول او ډيزل په بيعه كښې زياتوالې دې٬مونږ حكومت ته د راتللو نه پس په سمدستي توګه د پیټروليم مصنوعاتو بيعې زياتې كړې ځكه چې عمران خان په مصنوعي توګه د پیټرولو بيعې كمې كړې وې٬درېمه وجه دا ده چې پنجاب كښې د پي ټي آئي حكومت ذمه وار ګرځولو سره پنجاب د پاكستان 52 فيصده دې او د پي ټي آئي حكومت په پنجاب كښې منافع خورو له اجازه وركړې۔ده ووئيل په پنجاب كښې د هول سيل او ريټيل بيعو كښې د 40 نه تر 50 فيصده فرق نوټ كړی شوې۔د پرائس مانيټرنګ ميكانزم په پنجاب كښې ناكامه شوې٬څلورمه وجه ده د يوكرين جنګ ګرځولو سره ووئيل چې د يوكرين جنګ نه پس په نړۍ كښې سپر شاك راغلې چې ورسره سپلائي چين كښې د فرق په وجه ټولو څيزونو بيعې زياتې شوې دي او مونږ په ګرانه بيعه څيزونه امپورټ كوو۔ده ووئيل په 9 جنوري د كلائميټ ريزلنټ پاكستان كنفرنس كښې مونږ هيله لرو چې پاكستان ته به هغه وسائل ترلاسه شي چې ورسره به د بحالۍ عمل په دوه دريو كلونو كښې تندۍ سره بشپړ شي