صدر مملكت د خبريال ارشد شريف په مړينه د ژور خفګان او افسوس څرګندونه وكړه

صدر مملكت ډاكټرعارف علوي د خبريال ارشد شريف په مړينه د ژور خفګان او افسوس څرګندونه كړې او وئيلي ئې دي چې د هغه مړينه د پاكستان او صحافت لپاره لويې زيان دے۔ د ګل په ورځ په خپل ټويټ كښې ده د ارواښاد لپاره د مغفرت او د هغه مينه والو او په خاص توګه غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم دعا وكړه۔