وفاقي وزير رانا تنوير حسېن سره پاكستان كښې د جمهوريه ازبكستان سفير ابيك عارف عثمانوف ملاقات وكړو

اسلام آباد 18 اكتوبر (اے پي پي)د تعليم او پېشه وره تربيې وفاقي وزير رانا تنوير حسېن سره په پاكستان كښې د جمهوريه ازبكستان سفير ايبك عارف عثمانوف د ګل په ورځ ملاقات كړے۔د وزارت سينئر چارواكي هم په ملاقات كښې ګډون كولو۔رانا تنوير حسېن د ازبك پلاوي هركلے كولو سره وئېلي دي د دواړو هېوادونو ترمينځه تل د ملګرتيا په زړه پرې اړيكې پاتې شوي٬ ازبكستان په مينځني آسيا كښې قوي اړيكې لري٬پاكستان له د ازبكستان او مينځنۍ آسيا سره هم د مرستې لا پراختيا لپاره د ازبكستان سره خپلو اړيكو ته وده وركول پكار دي۔رانا تنوير د ووكېشنل او ټيكنيكل ټريننګ په اړه په معيار او علم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ده ووئيل دواړو هېوادونو له د يو بل د تجربو څخه ګټه پورته كول پكار دي۔رانا تنوير حسېن د زده كونوكو شريكې مرستې په خاص توګه هنرمنده او پېشه وره تربيې لپاره د تګ راتګ هركلے وكړو۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د مرستې ځانګړې امكانات موجود دي۔د ازبكستان سفير ايبك عارف عثمانوف رانا تنوير حسېن ته د تعليم په اړه نړيوال كنفرنس كښې د ګډون بلنه وركړه۔سفير رانا تنوير حسېن ته ووئيل ازبكستان د 14 نه تر 16 نومبر تاشقند كښې د يونيسكو په مرسته د تعليم په اړه د دوهم نړيوال كنفرنس كوربتوب كوي۔رانا تنوير حسېن ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه مرسته په ترجيحي بنيادونو قوي كولو او په هغې عملدرآمد لپاره جوائننګ وركنګ ګروپ به جوړولې شي۔وفاقي وزير ووئيل جے ډبليو جي د تعليم په مېدان كښې مرسته زياتولې شي۔وفاقي وزير ووئيل د پوهنتون نه تر پوهنتون مرسته او د ټېنيكل انسټي ټيوشن نه تر ټيكنيكل انسټي ټيوشن مرسته د مخ په وړاندې تللو لاره ده