
اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيري مرېم اورنګزيب د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان د ”كال” بيان بې بنسټه ګرځولو سره وئيلي چې عمران خان صاحب ٬ د سيلاب په وجه وګړي په سړكونو دي ، هغه وړوند او كوڼ شوې ، ټاكني په ژړا ٬ زبردستۍ او چغو نه كېږي ،ټاكني به په 2023ء كښې كېږي۔د اتوار په ورځ په خپل يو بيان كښې دې ووئيل ښكاري چې د عمران خان غوګونه نه دې پرانستلې شوي ، عمران خان دې غوګونو پرانستلو سره واوري چې ټاكني به په 2023ء كښې كېږي۔دې ووئيل سيلاب كښې ګهير شوې د وګړو حالت دې اوګوري دغسې عمران خان په خپله زهريلي انا كښې ډوب شوې دې۔ دې ووئيل عمران صاحب لاډله جوړيدو سره ”زور زبر دستي” د هغه عادت جوړ شوې ، عادت دې بدل كړي ، وخت بدل شوې دې۔ قانون كه په لاس كښې واخستلې شو نو قانون به حركت كښې راشي ، بيا به چغي نه وهي۔دې ووئيل مسئله يواځي دا ده چې د عمران خان اصل مخ اولس ته ښكاره شوې، مسئله دا ده چې عمران خان او د هغه د ټولي كورنۍ لوټ مار او ډاكے ټول قام ته ښكاره شوي۔