اوسنې سېلاب نه يوازې د پاكستان بلكې د آسيا د تاريخ هم تر ټولو لويې سېلاب دې۔محمد صادق سنجراني

APP14-270822 ISLAMABAD: August 27 - Chairman of the Senate of Pakistan Muhammad Sadiq Sanjrani addressing a media talks during visited the flood relief camp organized by Pakistan sweet home at National Press Club. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي)د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئېلي دي چې اوسنې سېلاب نه يوازې د پاكستان بلكې د آسيا د تاريخ هم تر ټولو لويې سېلاب دې٬داسې سخت وخت په قامونو راځي٬د پاكستان قوم په سخت وخت كښې د ځپليو مرسته كوي۔په سخت وخت كښې د دې قوم مقابله څوك هم نشي كولې٬پاكستانې قوم د ځپليو مرستې لپاره فعاله شوې٬مونږ د وړاندې نه معاشي ستونزو سره مخ وو اوس د خلكو د بحالۍ مسئله هم راپیښه شوې۔ده دا خبرې د خالي په ورځ د نېشنل پرېس كلب په خوا كښې د پاكستان سويټ هوم او د پي اېف يو جے او اېن پي سي په شركت د سېلاب ځپليو مرستې لپاره د مرستې لګولې شوي كېمپ دورې په مهال په خبرو كښې وكړې۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې سېلاب په ټول پاكستان كښې تباهي كړې۔پاكستان معاشي ستونزو سره مخ وو او دې سېلاب لا سخت ځپلې٬دا د لوے څښتن له طرف نه راغلې آفت دے۔داسې ستونزو سره قومونه مخ كېږي باور لرو چې په سخت وخت كښې د پاكستاني قوم مقابله څوك هم نشي كولې۔ده ووئيل چې څلورو واړو صوبو او وفاق ته شاباشې وركول غواړم كوم چې د خلكو مرسته كوي بايد په دې وخت كښې هر يو خپل كردار ترسره كړي