په پاكستان كښې په سېلاب كښې 937 كسان په حق رسېدلې٬ 7 لكه 94 زره څاروي مړه شوي٬په دوه ملين ايكړه زمكه ولاړ فصلونه تباه شوي۔د ملګرو ملتونه

اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي)ملګرو ملتونو وئېلي دي چې په پاكستان كښې په سېلاب كښې 937 كسان په حق رسېدلې او 1343 ژوبل شوي٬ 7 لكه 94 زره څاروي مړه شوي٬په دوه ملين ايكړه زمكه ولاړ فصلونه تباه شوي٬په سېلاب او باران كښې 2 لكه 18 زره كورونه په مكمل توګه تباه شوي او 4 لكه 52 زره كورونو ته زيان رسېدلې۔دا خبره د ملګرو ملتونو رابطه دفتر او سي اېچ اے په خپل رپورټ كښې كړې۔په رپورټ كښې وئېل شوي دي چې په اوسنو بارانونو او سېلاب كښې د هېواد 116 ضلعې ځپلې شوي دي٬د پاكستان حكومت تراوسه 66 ضلعې آفت ځپلې ګرځولې دي۔د هېواد په كچه د تېرو 30كلونو د اوسط څخه 2.87 فيصد زيات بارانونه شوي۔په ځينو سيمو كښې د تېرو 30 كلونو په اوسط 5 چنده زيات بارانونه رېكارډ شوي۔په رپورټ كښې وئېلې شوي دي چې د انساني صورتحال د بدتره كېدو اندېښنه ده ځكه چې د بارانونو او سېلاب په وجه بنيادي ودانۍ ته پرله پسې زيان رسي۔په رپورټ كښې وئېلي شوي دي چې د پاكستان حكومت د نورې مرستې نه علاوه د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام د لارې د 35 ارب روپو د مرستې پروګرام هم پېل كړې۔د تېرو 2 اونيو څخه انساني صورتحال لا بدتره كېږي ځكه چې په بېلا بېلو سيمو كښې د بارانونو لړۍ روانه ده او په نتيجه كښې يې نورې سيمې سېلاب او زمكې ښوئېدنې سره مخ كېږي