وزيراعظم شهبازشريف سره د جاپان د بي اېس پي انوسټمنټ ګروپ پلاوي وليدل

APP66-110822 ISLAMABAD: August 11 - A delegation of Japanese Investment Group calls on Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif. APP

اسلام آباد11 اګست (اے پي پي) وزير اعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې جاپان د پاكستان د اوږدې مودې ملګرې هېواد دې٬ پاكستان په بېلا بېلو څانګو كښې د جاپان مرستې ته په درنه سترګه ګوري۔ دا وزير اعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزير اعظم محمد شهباز شريف دا خبرې د جاپان د بي اېس پي انوسټمنټ ګروپ د “تكاجي” باني تكاجي سوجي په مشرۍ كښې پلاوي سره كړې چا چې د زيارت په ورځ دوي سره په وزيراعظم آفس كښې ليدلي۔ د ملاقات په مهال وزيراعظم د جاپان د پلاوي هركلے وكړو۔ په دې موقع پلاوي پاكستان كښې په بېلا بېلو څانګو كښې د يو ارب ډالرو د سرمايه كارۍ دلچپسي څرګند كړې۔ وزيراعظم د جاپان د سرمايه كارو د پرېكړې ستائنه كولو سره د سرمايه كارۍ بورډ ته په دې لړ كښې د ضروري اقدامارتو امر وكړو۔ د ملاقات په مهال د اړوند چارو پشمول په دوه اړخيزه اړيكو هم د خيالاتو څړګندونه وشوه۔ د ملاقات په مهال وفاقي وزيران خواجه محمد آصف، چوهدري سالک حسېن، رانا تنوير حسين، د وزيراعظم خاص مرستيال سيد طارق فاطمي او اړوند چارواكي هم موجود وو