
اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي عمران خان د پاكستان په ځواكونو او ادارو كښې د بغاٶت پېدا كولو هڅې كړي ٬ د پي ټي آئي ټرولرز او د بشريٰ بي بي د زوي ارسلان د شهداء او د دوي د كورنيو په ضد په سوشل ميډيا كمپائن چلولے ، د عمران خان چيف آف سټاف شهباز ګل د ده بيان ليك كړے، عمران خان هېواد ته تيلے ورته كول غواړي، ده خپل ګوند فارن ايډډ پارټي ډيکليئر كړې، نن ئې د ګوند دننه نه غږ راپورته كېږي چې فارن فنډنګ چرته دے،د كركې كوم تخم چې عمران خان كرلے ھغه نن رېبي، عمران خان هېواد ته تيلے ورته كول غواړي ٬ د عمران خان ټول سياست په كركه ٬ فتنه٬ اړي ګړي او په غنډه ګردۍ آډانه دے٬ عمران خان له د كال 2013 نه تر كال 2022 د پېسې حساب وركول لا پاتې دي۔ د شورو په ورځ پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وفاقي وزيرې ووئيل نن په ټي وي يو كس راښكاره شو چې په څېره ئې ېره او پرېشانۍ خوره ٶه۔ دې ووئيل عمران خان خپل پرېس ټاك كښې ووئيل چې د پاكستان تر ټولو لوي سياسي ګوند او د پوځ جنګولو هڅې روانې دي٬ زما د پارټۍ ماتولو هڅې روانې دي، ده ووئيل د توشه خانې د قانون مې هېڅ ډول خلاف ورزي نه ده كړې۔ وفاقي وزيرې ووئيل كه څوك تحريك انصاف ته زيان رسوي نو ھغه كس عمران خان دے ۔ دې ووئيل كله چې ټرولرز ونيول شول نو دوي ووئيل مونږ دا هر څه د عمران خان په وېنا كړي، دا كمپائن پاکستانيانو، د شهيدانو كورنيو او د وسله والو ځواكونو كورنيو هم ليدلے٬ د اطلاعات وزيرې ووئيل هېواد سره مينه لرونكے يو كس د خپل پوځ او شهيدانو پحقله د دې ټرولنګ سوچ هم نشي كولے ۔ دې ووئيل د پاكستان ځواكونو سره جنګ عمران خان خپله پېل كړے او خپله موازنه نواز شريف سره كوي۔ وفاقي وزيرې ووئيل عمران خان د معيشت تباه کولو٬ د هېواد برخو جلا كولو او د هېواد ځوانان په بې روزګاره كولو د اقتدار نه اخوا كړے شوے، كله چې هغه د اقتدار نه اخوا كولے كشوو نو ده وئيل چې دا رجيم چېنج دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزيرې ووئيل قانون خپله لار وباسي٬ د هېواد په ضد بغاوت، غلا، د اولس پېسه لوټ كوٶنكي به د قانون منګولو ته ځي۔