د هند لنډ مهاله دوهم هائي كمشنر خارجه دفتر ته راوبلل شو

اسلام آباد 29 جون (اے پي پي) پاکستان د زيارت په ورځ د هند لنډ مهاله دوهم هائي كمشنر راګهون رام خارجه دفتر ته رابللو سره د هندي پوځ لخوا په نكيال سېكټر په ډزو كولو احتجاج كړے دے۔ د خارجه دفتر وياند له مخې سوئيلي آسياء او سارك لپاره ډائرېكټر جنرل ډاکټر محمد فېصل د هند لنډ مهاله دوهم هائي كمشنر راګهون رام رابللو سره د جون په 28مه …

اسلام آباد 29 جون (اے پي پي) پاکستان د زيارت په ورځ د هند لنډ مهاله دوهم هائي كمشنر راګهون رام خارجه دفتر ته رابللو سره د هندي پوځ لخوا په نكيال سېكټر په ډزو كولو احتجاج كړے دے۔ د خارجه دفتر وياند له مخې سوئيلي آسياء او سارك لپاره ډائرېكټر جنرل ډاکټر محمد فېصل د هند لنډ مهاله دوهم هائي كمشنر راګهون رام رابللو سره د جون په 28مه نيټه په نكيال سېكټر كښې د هندي پوځ لخوا د ناتاره ډزو غندنه كولو سره احتجاجي مراسله وركړه۔ د وياند له مخې د هندي پوځ لخوا ناتارا ډزې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د جنګ بندۍ لوظنامې او د بشري حقونو خلاف ورزي ده۔ شهري آبادۍ په نښه كول د غندنې وړ او د انساني وقار په ضد كار دے۔ ده هندي چارواكي ته ووئيل چې هندي واكمن دې د پېښې پلټنې كولو سره د ذمه وارو په ضد كاروائي وكړي۔