اسلام آباد ۔ 24 جون (اے پی پی) چین د پاراچنار او كوئټې ترھګر بريدونو په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره ددې خبرې باور وركړې چې چين به د ترهګرۍ په ضد جنګ او د هېواد استحكام او د اولس ساتنې له روانو هڅو كښې تل له پاكستان سره يو شان ودرېږي۔ د خالي په ورځ د چين خارجه وزير مېرمنې وياندې تېره ورځ كوئټه او پاراچنار كښې د …
چين د پاراچنار او كوئټې ترھګر بريدونه په سختو ټكو كښې وغندل

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 24 جون (اے پی پی) چین د پاراچنار او كوئټې ترھګر بريدونو په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره ددې خبرې باور وركړې چې چين به د ترهګرۍ په ضد جنګ او د هېواد استحكام او د اولس ساتنې له روانو هڅو كښې تل له پاكستان سره يو شان ودرېږي۔ د خالي په ورځ د چين خارجه وزير مېرمنې وياندې تېره ورځ كوئټه او پاراچنار كښې د ترسره شوي ترهګر بريدونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل چين د هر ډول ترهګرۍ غندنه كوي او مونږ به د ترهګرۍ په ضد جنګ او د هېواد استحكام او د اولس ساتنې له روانو هڅو كښې تل له پاكستان سره يو شان ودرېږو۔ وياندې دې پېښو كښې د قيمتي ځانونو په زيان د افسوس څرګندونه كولو سره ووئيل چين ته په دې زيان سخت خفګان رسېدلې۔ دې پېښو كښې د شهيد شويو كورنيو سره د غمرازۍ او خواخوږۍ څرګندونه هم وكړه۔










