
اسلام آباد28 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په ټانك كښې د پوليو ډلې په حفاظت د ولاړو درېو امنيتي اهلكارو په شهادت د غم دړد څرګندونه كړې۔د نهې په ورځ د غمرازۍ په خپل بيان كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل د كورنيو چارو وزير ته د پېښې بشپړه پلټنې كولو سره د رپورټ تر راتلونكې كابينې غونډې د وړاندې كولو امر شوے ۔وزيراعظم په پېښه كښې د شهيدو شوو اهلكارو لوړو درجو او د ځپلو كورنيو لپاره د زغم دعا كړې ۔