د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل سره پاكستان كښې د چين ناظم الامور پنګ چن يوئي وليدل

APP45-230622 ISLAMABAD: June 23 - Pangchunxue, Charge de Affaires of the Embassy of People’s Republic of China called on Federal Minister for Finance and Revenue Miftah Ismail at the Finance Division. APP

اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئېلي دي د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ سره به نه يوازې د پاكستان معيشت مخ په وړاندې بوتللو له مرسته ترلاسه شي بلكې دې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه ملګرتيا لا قوي شي۔ده دا خبره د زيارت په ورځ په پاكستان كښې د عوامي جمهوريه چين ناظم الامور پنګ چن يوئي سره په ملاقات كښې كړې۔د خزانې وزيرمملكت ډاكټر عائشه غوث پاشا هم په دې موقع موجود وه۔د خزانې وزير د چين ناظم الامور تود هركلے وكړو او د پاكستان اوجمهوريه چين ترمينځه د ملګرتيا او د ورورورلۍ د اړېكو په اهميت ئې رڼا واچوله۔د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ ذكر كولو سره د خزانې وزير ووئيل دې سره به نه يوازې د پاكستان معيشت مخ په وړاندې بوتللو له مرسته ترلاسه شي بلكې دې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه ملګرتيا لا قوي شي۔ ده د سي پیك له مخې د پروژو بشپړولو لپاره د حكومت لخواد مرستې باور هم وركړو۔د چين ناظم الامور د خپل حكومت لخوا پاكستان ته د مرستې ووئېل ٬ ده ووئېل د خوشحالۍ وژن او د پاكستان او چين ترمينځه اقتصادي ا ړيكې پراخه كولو لپاره د چين لخوا د سي پېك پروژو ته د پرمختګ وركولو عزم لرو ۔په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو د چارو تفصيلي جاج واخستلے شو۔دغسې د خزانې وزير د چين سرمايه كارو او سوداګرو ته په پاكستان كښې په سرمايه كارۍ او كاروبار كښې د حكومت د مرستې باور وركړو