په ګلګت بلتستان كښې د سېلګرې پراخا موقعې دي، بايد د دې زر پرمختګ لپاره لا اقدامات وكړل شي. صدر مملكت ډاكټر عارف علوي

اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې ګلګت بلتستان په هر لحاظ د پاكستان يوه زرخېزه منطقه ده، په ګلګت بلتستان كښې د سېلګرې پراخا موقعې دي، بايد د دې زر پرمختګ لپاره لا اقدامات وكړل شي. د ايوان صدر د مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د ګلګت بلتستان اسمبلۍ غړو سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې صدر مملكت ووئيل چې د ښه حكومت دا پېژندګلي وي چې هغه د پرمختګ په سفر كښې په تندې سره مخ په وړاندې ځي. ډاكټر عارف علوي ووئيل چې زه د پاكستان پرمختګ په اړه هيله من يم، د كورونا وائرس وبا په مهال مونږ د نړۍ د يو شمېر هېوادونو نه زيات پرمختګ كړے، مونږ په هر لحاظ د پرمختګ صلاحيت لرو او د هېواد سباٶن روښانه دے. صدر مملكت ووئيل چې په ګلګت بلتستان كښې په سېلګرې او نوو څانګو كښې د وسيلو په مقابله كښې د هنر مند كسانو كمې دے ځكه دا وسيلې په ښه ډول په كار رواستلو لپاره به د زياتو هنر مند كسانو ضرورت وي. ده ووئيل چې د بلتستان پوهنتون د وائس چانسلر په چوكۍ به د قابل، اهل او موزون شخصيت ټاكنه كولې شي. ده ووئيل چې د لوړو زده كړو ودې لپاره به د ګلګت بلتستان په نورو ضعلو كښې هم د قراقرم او بلتستان پوهنتون كمېپس جوړولې شي. د ملاقات په مهال د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی او د ګلګت بلتستان اسمبلۍ د حكومت او اپوزيشن غړي هم موجود وو.