واشنګټن 21 جون (اے پی پی) د امريكې اتحاد په سوريه كښې د عراق پولې سره نزدې په يو فضائي بريد كښې د داعش مفتي اعظم د وژنې تصديق كړے۔ د امريكې اتحاد په خپل بيان كښې وئېلي دي چې اتحاد د داعش مفتي اعظم تركي البنعلي د مئي په 31مه نېټھ د سوريې په الميادين سيمه كښې پھ يو فضائي بريد كښې وژلې۔ د دې بريد نه سمدستي وروستو …
د امريكې اتحاد د داعش مفتي اعظم د وژنې تصديق وكړو

مزید خبریں
واشنګټن 21 جون (اے پی پی) د امريكې اتحاد په سوريه كښې د عراق پولې سره نزدې په يو فضائي بريد كښې د داعش مفتي اعظم د وژنې تصديق كړے۔ د امريكې اتحاد په خپل بيان كښې وئېلي دي چې اتحاد د داعش مفتي اعظم تركي البنعلي د مئي په 31مه نېټھ د سوريې په الميادين سيمه كښې پھ يو فضائي بريد كښې وژلې۔ د دې بريد نه سمدستي وروستو د تركيې البنعلي د وژنې خبرونه راغلي و د امريكې پھ قيادت كښې اتحاد اوس د هغه د وژنې تصديق كړے او وئېلې يې دي چې هغه د داعش خليفه ابوبكر البغدادي نزدې معتمدينو كښې شمېرلې شو او هغه د غېر ملكي جنګيالو د داعش په صفونو كښې په بهرتۍ كښې هم مهم كردار ادا كړے










