تركيه د دفاعي صنعت په مېدان كښې خودكفيله ده

پېرس21 جون (اے پی پی) د تركيې د دفاع وزير فكري اشك وئېلي دي چې زمونږ هېواد د دفاعي صنعت په مېدان كښې خود كفيله دے۔ د غېر ملكي مېډيا له مخې په پيرس كښې د هوابازۍ او ايرواسپېس نندارتون نه وروستو د تركيې استازو سره په ملاقات كښې ده ووئيل چې تركيه د دفاعي صنعت ودې ته تر ټولو وړومبې پام كوي٬ د هوابازۍ د صنعت ودې څخه د …

پېرس21 جون (اے پی پی) د تركيې د دفاع وزير فكري اشك وئېلي دي چې زمونږ هېواد د دفاعي صنعت په مېدان كښې خود كفيله دے۔ د غېر ملكي مېډيا له مخې په پيرس كښې د هوابازۍ او ايرواسپېس نندارتون نه وروستو د تركيې استازو سره په ملاقات كښې ده ووئيل چې تركيه د دفاعي صنعت ودې ته تر ټولو وړومبې پام كوي٬ د هوابازۍ د صنعت ودې څخه د تركيې په خود اعتمادې كښې زياتوالې شوې۔ د دفاع وزير ووئيل چې د تركيې تياره كړې شوې وسله او دفاعي سسټمز په ټوله نړۍ كښې خوښولې شي او دا خبره مونږ لپاره د فخر وړ ده۔ فكري اشك ووئيل چې په پيرس تركيې اروپاﺀ سره سياسي او كلتوري اړيكو ته د قدر په سترګه ګورو

مزید خبریں