په افغانستان كښې د طالبانو په بريد كښې 4 عسكر مړه شوي

كابل 20 جون (اے پی پی) په افغانستان كښې د طالبانو پھ بريد كښې څلور عسكر مړه شوي دي۔ د افغان مېډيا له مخې د افغانستان د شمالي ولايت سورې پل د والي د دفتر وياند ذبيح الله اماني وئيلي دي چې طالبانو پھ دوي هغه مهال بريد وكړو چې كله هغوي د چوكۍ څخه وتلو سره د بالګاني سيمې څخه اوبه راوړولو لپاره روان وو۔ د طالبانو د بريد په نتيجه كښې 4 عسكر وژل شوي