افغانستان كښې د اوږدې وچ كالۍ او معاشي بحران له امله د لوږې غېر معمولي صورتحال همغسې روان دې۔ د ملګرو ملتونو رپورټ

رپورټ
پشتو ترجمه جنت ګل
ملګري ملتونه 10 مئي (اے پي پي) نړيوالې ادارې وئيلي دي چې افغانستان كښې د اوږدې وچ كالۍ او د سنګين معاشي بحران له امله د لوږې غېر معمولي صورتحال همغسې روان دې چې په سبب ئې ژوند او معاش ته خطر رامخې ته دې۔ د ملګرو ملتونو د يو رپورټ له مخې سږ كال په جنورۍ او فرورۍ كښې فوډ سکيورټي اېنډ اېګريکلچر کلسټر سټېك هولډرز، خوراك او زراعت لپاره د ملګرو ملتونو (اېف اے او) ادارې٬ ورلډ فوډ پروګرام او د بېلا بېلو فلاحي تنظيمونو لخوا انټګريټډ فوډ سکيورټي فېز کلاسيفيکيشن (آئي پي سي) تجزيه كښې وئيلي شوې دي چې د افغانستان نيمه آبادي سختې لوږې سره مخ ده٬

په تجزيه اډآنه رپورټ كښې وئيلي شوې دي چې د هېواد په شمالي ختيز برخو كښې د خوراك د عدم تحفظ د تباه كن كېفيت هم انكشاف شوې دې چې ورسره د زرګونو په شمېر كسان ځپلې كېږي۔ د رپورټ له مخې اګرچه انساني مرستې سره په افغانستان كښې د سختۍ يخنۍ په مهال د غذائي تحفظ د تباهۍ لاره نيولو كښې مرسته شوې ده خو لوږه اوس هم په غېر معمولي كچه په ځائ ده۔ په افغانستان كښې خوراك او زراعت لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (اېف اے او) نمائنده رچرډ ټرنچ هرډ په افغانستان كښې د غذآئي تحفظ صورتحال د اندېښنې وړ ګرځولو سره وئيلي دي چې افغانستان كښې انساني مرستې ته اړتيا ده۔

رپورټ كښې پېش ګوئي شوې چې د جون نه تر نومبر به په افغانستان كښې په غذائي تحفظ كښې معمولي بهتري راشي او د شديد غذائي عدم تحفظ سره د مخ كسانو شمېره به كمېدو سره 18.9 مېليونه پاتې شي او د دې سبب د غنمو د راتلونكي فصل پېداوار دے كوم چې د مئي نه تر اګست جاري وي او د دې نه علاوه سږ كال د خوراك او په زرعي مرسته كښې اضافه هم د غذائي عدم تحفظ سره د مخ كسانو شمېرې كمولو سبب دے۔ په افغانستان كښې د ملګرو ملتونو د ورلډ فوډ پروګرام كنټري ډائرېكټر او په افغانستان كښې د ملګرو ملتونو نمائنده مېري اېلن مېك ګرويرټي وئيلي دي چې غذائي مرسته او په هنګامي توګه انساني مرسته د افغانستان اولس لپاره لائف لائن دے٬ مونږ په يو څو مياشتو كښې د انساني خوراك د نړۍ تر ټولو لوے اپرېشن پېل كړې دې چې په سبب ئې د تېر كال اګست څخه 16 مېليونه نه د زياتو كسانو غذائي مرسته شوې ده۔ خو په رپورټ كښې يادګيرنه شوې ده چې د اوږدې وچ كالۍ او د سنګين معاشي بحران ګرد هېواد كښې د لكهونو په شمېره د خلقو ژوند او معاش خطر كښې اچولې دې لپاره هره فائده به محدود وي۔

رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې د افغانستان په شمالي ختيز غور ولايت كښې د 20 زرو نه زيات كسان د سختې يخنۍ او د ړنګ شوې زرعي حالاتو په نتيجه كښې د لوږې خوفناك صورتحال سره مخ دي۔ رپورټ كښې وئيلي شوې دي چې راتلونكې فصل اګرچه ځينې خلقو لپاره ريليف دې خو دا ريليف به دې اولس لپاره تر لنډې مودې وي۔ د يوکرائن جنګ په نتيجه كښې افغانستان ته د غنمو سپلائي ځپلې شوې او د غذائي غلې٬ زرعي څيزونو او د اېندهن په بيعه كښې اضافه روانه ده۔ د دې نه علاوه په تېرو څو مياشتو كښې كركيلې لپاره اوبه٬ تخم او سرې ته رسنه محود وه٬ د مزودرۍ موقعې كمې شوې دي او اولس ژوند كولو لپاره په قرضو كښې ډوب دې۔ رپورټ كښې وئيلي شوې دي چې مونږ كروندګرو٬ ملرز او بېكرو سره كار كوٶ٬ مېرمنو له تربيه وركوٶ او ځائي معيشت له سهارا وركولو لپاره د ملازمت موقعې پېدا كوٶ ځكه چې د افغانستان اولس به ملازمتونو ته ترجيح وركوي