د آئي اے اي اے د ګورنرانو د بورډ غونډه ويانا كښې پېل شوه

ويانا 13 جون (اے پي پي)د اتومي توان نړيوالې ادارې آئي اے اي اے د ګورنرانو د بورډ غونډه ويانا كښې پېل شوې ده ۔د مېډيا له مخې غونډه كښې په ايجنډا د كال 2016 م د فني مرستې٬ د قرارداد 2231 له مخې پھ ايران د څارنې راپور٬د شمالي كوريا د سېف ګارډ خواست او په سوريه كښې د اېن پي ټي په لوظ نامه د عملدرآمد جاج اخستل …

ويانا 13 جون (اے پي پي)د اتومي توان نړيوالې ادارې آئي اے اي اے د ګورنرانو د بورډ غونډه ويانا كښې پېل شوې ده ۔د مېډيا له مخې غونډه كښې په ايجنډا د كال 2016 م د فني مرستې٬ د قرارداد 2231 له مخې پھ ايران د څارنې راپور٬د شمالي كوريا د سېف ګارډ خواست او په سوريه كښې د اېن پي ټي په لوظ نامه د عملدرآمد جاج اخستل شامل دي۔آئي اے اي اے د ايران د اتومي پروګرام په اړه د جون 2017م په دوهم راپور كښې يو ځل بيا د دې خبرې تصديق كړې چې د ايران اتومي چارې د جامعې اتومي لوظ نامې له مخې ترسره كېږي

مزید خبریں