کابل٬ ځانمرګي بريد كښې لس عدالتې ملازمان مړه او 4 ژوبل

کابل 25 مئي(اے پي پي)د افغانستان په پايه تخت كابل كښې ځانمرګي بريد كښې د عدالت لس ملازمان مړه او 4 ژوبل شوي دې ۔د افغان ميډيا له مخې د كابل په پغمان ولسوالۍ كښې ځانمرګي بريد كوٶنكي د دولتې ملازمانو ګاډې په نښه كړے چې پكښې لس ملازمان مړه او 4 ژوبل شوي۔تر اوسه د دې بريد ذمه واري كومې ډلې نه ده اخستې ۔دا بريد د طالبانو لخوا د نوي امير هېبت الله اخونزاده د غوره كولو اعلان نه پس تر سره شوے دے