ملګرو ملتونو د پاكستان قرارداد منظورولو سره 15 م مارچ د اسلامو فوبيا مخنيوي نړيواله ورځ وګرځوله ۔ د صدر مملکت ډاکټر عارف علوي ټويټ

اسلام آباد 16 مارچ (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي وئيلي دي چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د پاكستان قرارداد منظورولو سره پنځلسم مارچ د اسلامو فوبيا مخنيوي نړيواله ورځ ګرځولې ده۔ د شورو په ورځ خپل ټويټ كښې صدر مملکت ووئيل د پاکستان د قرارداد ملاتړ د او آئي سي ټولو هېوادونو سره سره چين او روسيه هم كړې دې۔ صدر دا پېشرفت په زړه پورې ګرځولو سره ووئيل چې پاکستان او اسلامي نړۍ له مباركي وركوم